د کابل برید کې ۷ اوکرایني وګړي وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: پر کانټینټل هوټل د تیرې ورځې برید کې ۷ تنه اوکرایني وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان او تاجکستان لپاره د اوکراین سفیر تایید کړه چې اووم اوکرایني نن ساه ورکړه.
اوکرایني رسنۍ یونیان د خبر پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې په اوکراین هوايي شرکت کار کوونکي ول.
د اوکراین ولسمشر پیټروپروشینکو د خپلو وګړو پر وژل کیدو ژور خفګان ښودلی دی.
پروشینکو په خپل ټویټر پاڼه د برید غندنه وکړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده.
په پام کې ده چې د لوړپوړو اوکرایني چارواکو یو پلوی د تاجکستان له لارې افغانستان ته د پیښې څیړنې په خاطر راشي.
د وروستیو راپورونو له مخې د تیرې ورځې په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply