د کابل برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت چې نن یې وروستي جزیات له رسنیو سره شریکول وویل، د تېرې ورځې په خونړي برید کې ۲۸۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد وزارت ویاند وحید مجروح وویل، برید کې ۹۵ کسان شهیدان شوي، ۱۹۱ نور ټپيان دي.
هغه وايي، لاهم یو شمېر کسان لادرکه دي او د یو شمېر نورو هغو څېرې د پيژندګلوی وړ نه دي.
وحید مجروح وايي، یو شمېر ټپيان رخصت شوي خو لاهم ۹۰ کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې چې د یو شمېر کسانو وضعیت ښه نه دي.
روغتیا وزارت ته تر اوسه مالومات نشته چې په شهیدانو کې څومره ملکيان او څومره یې نظامیان دي، خو لومړني مالومات ښيي چې د برید زیات قربانیان ملکي وګړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply