د کابل برید کې د سرتېري قرباني ستایل شوې

comments 0

هندوکش – کابل: هغه سرتېری چې د مخابراتو وزارت کې یې ګڼ کسان ژغورلي او بریدګر یې وژلي و، د کابل شهرنوسیمې برید کې یې هم خپله میړانه وښودله.
د نوراغا په نوم سرتېری چې د موره یو زوی و، د چهارشنبې ورځې برید کې یې لسګونه افغانان وژغورل، خو خپله شهید شو.
ټولنیزو رسنیو کې د دې سرتېري قرباني له هرکلي سره مخ ده چې د خلکو لپاره یې په دې مبارکه میاشت کې ورکړې.
پر طالبانو نیوکې دي چې دې مبارکه میاشت کې یې وینې تویدنې ته دوام ورکړی او افغانان نه پریږدي چې دې میاشت کې عبادت وکړي او ارامه یې تېره کړي.
ځانګړو ځواکونو د سر په بدل کې لسګونه کسان ژغورلي او طالب ترهګرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې زیات تلفات واړوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments