د کابل برید له غندنې سره مخ دی

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل د دوشنبې ورځې وسله وال برید ولسمشر ، اجرایه رییس او ملي شورا په کلکه غندلی دی .
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، ترهګرو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په جګړه کې خپلې ماتې د پټولو لپاره پرعامو خلکو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي .
اجرایه ریاست بیا دغه برید بشري جنایت یاد کړی.
ملګرو ملتونو پر ټولګټو وزارت برید په سختو ټکو غندلی او خبرداری یې ورکړی چې د دې ډول بریدونو تنظیم کوونکي به حتما عدالت ته کش کیږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې په جګړه کې له ښکیلو غاړو بیا غوښتنه کړې چې د ملکی وګړو ژوند دې پآم وکړي.
مشرانوجرګې هم دغه برید غندلی او پړه یې په ګاونډیو هیوادونو اچولې .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments