د کابل برید سره ماتم اعلان شو

comments 0

هندوکش – کابل: جمهوري ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو له امله نن ملي ماتم اعلان دی.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني د کابل او ننګرهار ولایت د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره، ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی.
خبرپآڼه لیکي چې د افغانستان سربېره به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېواد په سیاسي استازولیو کې د افغانستان درې رنګی ملي بیرغ نیم ځوړند وي.
د جمهور رییس د امر په اساس به سبا دوشنبه یوازې کابل کې رخصت وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply