د کابل برید بلخ کې غندل شوی

comments 0

هندوکش-بلخ: بلخ کې یوه ډله ځوانان راټول شوي و او په خپلو خبرو کې یې وویل چې پر ولسي خلکو او عامه ځایونو باندې مرګوني بریدونه به د دښمنانو پر وړاندې د افغانانو نفرت نور هم زیات کړي.
مزار شریف کې یوه ډله ځوانان د کابل د یکشنبې ورځې خونړي برید د غندلو په موخه راټول شوي وو او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د افغان ولس د ژوند او مال د خوندیتوب برخه کې کارنده ګامونه واخلي.
د یکشنبې ورځې برید کې نږدې دوه سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې وه چې ښځې او ماشومان پکې شامل و.
دا برید په کور دننه او بهر غندل شوی او له ترهګرو ډلو غوښتل شوي چې د شومو اهدافو لپاره دې ملکي وګړي نه په نخښه کوي.
له دې برید سره یو ځای ځینې د نظر خاوندان باور لري چې دا ډول بریدونه د ټاکنو د پروسې سبوتاژ کیدو لپاره کیږي چې خلک له رای ورکونې راوګرځوي.
عاطفه مصمم

Comments