د کابل بریدونه غندل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ د کابل په شپږمه ناحیه کې د تیرې ورځې دغه برید غندلی دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنایتکاره وسله وال له مرګ، وحشت، ورانۍ او جنایت پرته بل هیڅ هدف نه لري.
خبرپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي دي چې پر ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، بازار، ورزشي ځایونو او ملکي وګړو برید د جنایتکارانو اصلي موخه ګرځېدلې.
ولسمشر غني ویلي، پر ملکي وګړو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر آزادۍ برید او بشرضد جنایت دی.
اشرف غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې ټپیانو او د قربانیانو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی مالوم کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments