د کابل او هرات مدني فعالان او ښځې: پنځه زره طالب بندیان دې نه خوشې کېږي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو او ښځو نن په یوه غونډه کې د هېواد له بندخونو د پنځه رزه طالب بندیانو پر احتمالي خوشې کېدو اندېښنه وښوده.
معترضان وايي، نوی نسل د طالبانو ظالم او ترهګر حکومت نه، بلکې ازادي او ولسواکي غواړي.
مدني فعاله ترنم سعیدي وايي، افغانان نه غواړي چې د خپلو اتلسو کلونو لاسته‌راوړنو ارزښتونه له لاسه ورکړي.
نوموړې ټینګار کوي چې هېڅکله به امریکا او پاکستان ته د افغانستان پر برخلیک د پرېکړې اجازه ور نه کړي.
په هرات کې هم یو شمېر مېرمنو په یوه خبري غونډه کې د طالب بندیانو د احتمالي خوشې کولو په اړه اندېښنه وښوده.
دوی وویل، د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه باید په بین‌الافغاني خبرو اترو کې پرېکړه وشي.
په لوېدیځ زون کې د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکې مسووله عزیزه خیراندېش وايي، د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول ناقانوني کار دی.
بله‌خوا د کندوز سلګونو اوسېدونکیو په یوه لاریون کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک ملاتړ وکړ.
د لاریونوالو له ډلې خان‌محمد او جمعه‌خان وویل چې په هیواد کې د جګړې او ناامنیو دوام حل‌لاره نه ده. دوی له طالبانو وغوښتل چې جګړه پرېږدي او له امریکا سره د سولې تر څنګ دې له افغان دولت او خلکو سره هم سوله وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تازه ویلي چې په امریکایانو به بریدونه نه کوو، خو پر افغانانو به خپلو بریدونه ته دوام ورکړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments