د کابل او اسلام اباد خبرې بې پایلې شوې

comments 0

هندوکش – پاکستان: راپورونه وایي، د افغانستان او پاکستان ناسته تېره ورځ ماسپښین بې پایلې پای ته ورسیده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، داکتر فیصل وايي٬ پر امنیتي او نورو بنسټیزو ستونزو ښه بحثونه شوي خو نورو ناستو ته اړتیا شته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپله خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستاني هییت تر منځ د سولې په پروسه، او امنیتي برخو کې پرمختګ نه دی شوی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ دویمه دوه ورځینی ناسته د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې پیل شوې وه او تېره ورځ پای ته ورسیده.
د ناستو د دې لړۍ هوکړه د اکتوبر په میاشت کې شوې وه چې د عمل په نوم هوکړه پکې هم لاسلیک شوې وه چې دواړه لوري به د ژمنو پر ځای عملي اقدام کوي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply