د کابل او ابوظبۍ په دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان او متحده عربي اماراتو پر سیمه ییزو همکاریو او دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د ۴۶ مې ناستې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د متحده عرب اماراتو له بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ابو ظبۍ کې کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي.
د یو بل خبر له مخې، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکی سره کتلي.
روسیې او افغانستان د کابل پروسې دریمې ناستې، تماس نړیوالې ډلې، مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو ناستې، په ملکي او نظامي برخو کې د روسیې تحصیلي بورسونو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سیاسي مشورو پر سر خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments