د ښځې صحرايي محکمې کې ښکیل درې تنه نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – تخار: د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د هغې ډلې کسانو د نیولو لپاره امر شوی چې یوه ښځه یې صحرايي مکمه کړې وه.
د کورنیو چارو وزارت وایي، تراوسه په دې تړاو درې کسان نیول شوي او نورو د نیول او پيژندلو لپاره کسان ګمارل شوي دي.
تخار ولایت کې د یوې ښځې صحرايي محکمې د څېړنو لپاره د سیمه ییزو ارګانونو ادارې یو پلاوی هم تخار ته رسیدلی دی.
د چاه اب ولسوالۍ کې کلیوالو یوه ښځې په دې تور په لښتو وهلي چې ګنې زنا یې کړې وه، خو دغې صحرايي محکمې پراخ غبرګونونه راپارولي.
له دې سره د ښځو چارو وزارت له مالوماتو ښکاري چې سږ کال هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ګراف لوړ دی او له دوه زرو زیاتې قضيي یې ثبت کړي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply