د ښوونیز کال پيل

comments 0

هندوکش – کابل: نن د وري دریېمه ده خولا هم د کابل په ګډون په ځینو سړو سیمو کې د معارف زنګ نه دی وهل شوی.
نور کلونه به د وري په دریېمه به د معارف زنګ وهل کېده چې رسما به ښوونځي پيل کېدل خو سږکال لا هم زنګ نه دی وهل شوی.
په ګڼو ولایتونو کې ښوونځي د کابل په څیر په وري میاشت کې پيلېږي.
افغان زده کوونکي لا هم په ښوونځيو کې ګڼې ستونزې لري.
زده کوونکي د ښوونځیو لپاره سرپنا، کتابونه، مسلکي ښوونکي او ښوونځي غواړي.
پوهنې وزارت وایي، تېر کال توانیدلي چې ۵۰۰ ښوونځي پرانیزي او څلور سوه بند پاتې دي.
د پوهنې وزارت په پام کې لري چې سږ کال یو میلیونه تازه زده کوونکي ښوونځیو کې جذب کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments