د ښورا په اډه برید جیش محمد ډلې کړی

comments 0

هندوکش_ هلمند: د هلمند په ښوراب پوځي اډه بريد کوونکي د جيش محمد غړي پيژندل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، په ښوراب پوځي اډه بريد کوونکي چې شمېر يې ۱۲ تنه وو ، د پاکستان یوې سخت دریځې ډلې جیش محمد پورې تړاو لري.

ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې د هلمند د برید غچ به له طالبانو اخلي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر چې بګرام کې یې یوه امنیتي او دفاعي غونډه کې ګډون درلود د هلمند د برید مسوولیت پر پاکستان واچو.

اسدالله خالد وایي، مالومات ښيي چې برید کې د جش محمد وسله والې ډلې ۱۲ کسان شامل و.

جیش محمد ډله په پاکستان کې سخت دریځه ډله یادیږي چې په هند کې د برید مسوولیت پرې هم اچول شوی دی.

د ايساف د ټولو عملياتونو قومندان چې د راتلونکي پسرلي په جګړه ييز پلان يې خبرې کولې ډاډ وښود، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره به په ګډه د وسله والو د ځپلو په موخه مبارزه کوي.

ننګیالی کوهنورد

Comments