د ښارجوړونې وزیر استعفا وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: راپورونه وايي، د ښارجوړنې وزیر سیدمنصور سادارت نادري له وزارت څخه استعفا کړې ده.
ځینو باوري سرچینو ویلي چې نادري له خپلې دندې استعفا کړې او په یوه خبري غونډه کې به د خپلې استعفا د څرنګوالي په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.
ښاغلي نادري د ۲۰۱۴ کال په پیل کې د ولسي جرګې د باور رای ترلاسه کړې او په دنده یې پيل وکړ.
نادري د افغان حکومت په کابینه کې یو له بریالیو وزیرانو یادیږي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې زیات کار کړی.
د نادري په مشرۍ وزارت کې لوړپوړي چارواکي هم د فساد او درغلیو په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي او دغه راز په زیاتو برخو کې یې د پام وړ کارونه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments