هندوکش – کابل: افغان ولسمشر د امریکایي سناتورانو هغه وړاندیز ومانه چې له مخې به افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پر ضد ګډ عملیات کوي.
دغه سناتوران چې تر دې مخکې په اسلاماباد کې د پاکستان د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره کتلي ول وایي جنرال قمر باجوه د ډيورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترورېستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.
امریکایې سناتورانو په دې ناسته کې ویلي دي چې امریکا به د دې عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابره کړي.
د ولسمشر ویاند مرستیال نجیبالله ازاد وايي دا داسې ګډ عملیات دي چې که دوی «پاکستان» که داسې معلومات ولري چې ګوندې د ډیورند د کرښې دېخوا دې ترهګر پټ وي چې تر اوسه داسې معلومات نهشته چې افغانستان کې دې داسې پټنځایونه واوسي، موږ چمتو یوو چې د نړیوالو تر څار لاندې عملیات وکړو. همدارنګه په دې ګډو عملیاتو کې به موږ دوی ته د هغو وسلهوالو په اړه اسناد او معلومات سپارو چې پاکستان کې پټنځایونه لري او د افغانستان د حکومت او یا خلکو خلاف جنګېږي. موږ یې په اړه پاکستان او هم متحده ایالاتو ته اسنادونه سپارو او دوی مکلف دي چې په وړاندې یې عملیات وکړي.”
نوموړي زیاته کړه افغانستان پخوا هم دا غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي او موږ هم تل دې ته چمتو یو چې د پاکستاني لوري د ادعاوو په اړه د نړیوالې تولنې تر څارنې لاندې اقدامات وکړو.
آزاد وویل موږ پر خپلو استخباراتي معلوماتو بشپړ باور لرو، زموږ یوازنۍ هڅه همدا وه چې پر پاکستان فشار راشي څو د یو درېیمګړي تر څارنې لاندې دې ته چمتو شي چې د ترهګرو پر ضد به جنګېږي. دا هماغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو.”
د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال ښاغلی ازاد وايي، اوس د جګړې رهبري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې ده، نو د امریکا اوسنۍ څارنه به په افغانستان کې د امریکا له پخواني حضور سره توپیر ولري.
د دې سناتورانو له ډلې لېنډسي ګراهام افغان چارواکو ته ویلي، د سیمې اوسنی وضعیت د منلو نهدی او که پاکستان تغییر وکړي نو مکافات به ورکړل شي خو که د ترورېزم پر وړاندې يې خپله پالېسي بدله نهکړه نو سزا بهیې وګوري.
سپوژمې پوپلزې
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.