د ډاکټر ناکامور د وژنې په تور دوه کسان ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا په وژلو کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نیول شوي او همدارنګه ددې پېښې د څېړنې په هدف له مرکز څخه یو پلاوی جلال اباد ته ورغلی دی.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د امنیې قومندانۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل، د ډاکټر ناکامورا د وژنې د عاملینو د موندلو په هدف د ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې چټکې کړي او له مرکز نه هم تخنيکي ټيم د مرستې په موخه ور رسیدلی دی.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان محمد ايمل نيازي خبریالانو ته وویل چې د جاپاني مرستندویه کارکونکي ناکامورا د قتل په تړاو د پوليسو له لورې دوه کسان نيول شوي او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.
نوموړې د دې کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د نیول شویو کسانو له کورونو یې وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

جاپانی ډاکتر ټیټسو ناکامورا چې له اوږدو کلونو راهېسې یې په ختیځ کې د اوبو لګولو، کرنې او روغتیا پر یو شمیر پروژو کار کاوه، تیره چارشنبې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله والو له خپلو پنځو ساتونکو سره په ډزو وواوژه .
د افغانستان خلک وایې چې د ناکامورا د وژنې پېښه په پاکستان کې پلان شوې وه.
فرهاد شهراني

Comments