د ډاکټر تیڅو ناکامورا مړی جاپان ته واستول شو

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت د جاپاني خیریه کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا مړی د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه کورنۍ او خپلوانو ته وسپاره.
د ناکامورا تابوت د افغانستان په بیرغ پوښلی وو.
د ناکامورا د جسد وړلو لپاره د هغه میرمن، لور او یوشمیر نور خپل خپلوان او ملګري پرون جمعه کابل ته راغلي وو.
د کابل حامد کرزي هوایي ډګر کې جوړو شویو دې مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د مدیریت او کرنې برخه کې د ډاکټر ناکامورا خدمتونه وستایل او ویې ویل، ناکامورا خپل ژوند د افغانستان ابادولو ته ځانګړی کړی و.
نوموړي د چاپان خلکو ته د چاپاني اصله افغان د وژنې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
ډاکتر ټیټسو ناکامورا د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د یو وسلوال برید په ترڅ کې ټپي شو چې، لږ ورسته یې بیا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ټیټسو ناکامورا وژنې په افغانستان کې د عامو افغانانو پراخ غبرګون هم له ځانه سره درلود او دوی ناکامورا مشهور په کاکا مراد د افغانستان د خلکو په درد درمن او د دوی خدمتګار یاد کړ.
ولسمشر دغه شان وویل چې، د ټیټسو ناکامورا ټولې پروژې به دده په نوم نوموي.
ګڼ افغانانو د ناکامورا پر مرګ خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې کاکا مراد غوښتل چې د کنړ په سیند بندونه وتړي او د اوبو لوی او واړه کانلونه جوړ کړي، چې شاړې ځمکې ورسره ابادې شي.
د دوی په وینا د ناکامورا دغه نیت، پلان او کار د پاکستان نظامیان په غصه کړي، نو له همدې یې امله یې نوموړی وواژه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments