د ډالر ارزښت لوړ شوی دی

comments 0

هندوکش – کابل: د ډالرو پر وړاندې افغانۍ په بې سارې توګه ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د افغانۍ ارزښت کمیدو سره یو ځای انديښنې دي چې د افغانۍ ارزښت ثابت نه شو او هر کله ویره شته چې ارزښت یې ټيټ شي.
د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي، په سیمه کې اقتصادي بدلونونه، سیاسي پیچلې وضعیت او د وارداتو او صادرتو تر منځ لوړ توپیر د افغانستان بانک د افغانینو د بې ثباتۍ لاملونه په ګوته کوي.
خصوصي سکټور پر حکومت نېوکه کوي چې د افغانۍ ثبات لپاره یې اقدامات موقتي دي او بنسټيز کار نه دی شوی.
افغانستان بانک هر کال د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره میلیونه ډالر لیلاموي، خو دې کار افغانۍ ته دایمي ثبات نه دی ورکړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments