د چین پوځ نظامي تمرینات پيل کړل

comments 0

0 Views

هندوکش ـ بیجينګ:د چین پوځ د دغه هېواد په سوېل ختیځو سواحلو کې پراخ نظامي تمرینات پیل کړل.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه تمرینات له هغو سره ورته دي چې په تایوان تنګي کې پیل شوي دي.

د چین دولتي ټلویزون نن ددغو تمریناتو تصویرونه خپاره کړل چې د دغه هېواد هوايي پوځ هم پکې ګډون لري.

بل خوا راپورونه وايي د چین د دغو تمریناتو موخه تایوان ته د خپل ځواک ښودل دي چې چین یې د خپلې خاورې برخه بولي.

چین په دې وروستیو کې پر تایوان فشارونه زیات کړي په داسې حال کې چې امریکا له دغه ټاپو څخه د خپل ملاتړ د ښودلو لپاره ځیني اقدامات کړي.

Share this page to Telegram

Comments