د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کې د افغانستان رول زیاتیږي

comments 0

هندوکش – چین: د بیجنګ په درې اړخیزه غونډه کې هوکړه شوې چې د افغانستان رول به د پاکستان او چین اقتصادي دهلیز کې زیات شي.
د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران هوکړې ته رسېدلي څو په سیپیک اقتصادي دهلیز کې افغانستان هم شامل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي ویلي، په دغه دهلیز کې به افغانستان د اوږد مهال لپاره رغنده رول ولوبوي او چین به وکولای شي د افغانستان له لارې منځنۍ او لودېځې اسیا ته لار ومومي.
نوموړي همداراز ویلي، چې سیپیک یو اقتصادي پروژه ده او باید چې هېوادونه د دغې پروژې څخه سیاسي ګټه پورته نه کړي.
سيپيک په پاکستان کې د چین لخوا د ۵۷ بیلینو ډالرو پراختیايي پروژو ده چې د ریل ګاډي، برېښنايي سیستم، د ګازو پايپ لین او یو شمېر نورې اقتصادي پروژې په کې شاملې دي چې د پاکستان اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري.
امان دوران

Comments

Leave a Reply