د چورې په عملیاتو کې طالبان مات شوي

comments 0

هندوکش – ارزگان: په سویل کې د پوځ مسوولین وایي، د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې پيل شوي عملیات بریالي دي او ډیرې سیمې له طالبانو نیول شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول یحی علوي وايي، د تېرې ورځې په عملیاتو کې یې یو طالب وژلی او ۵ نور ټپيان دي.
د علوي د مالوماتو په اساس، عملیاتو کې درې عرادې موټرسایکلونه او د طالبانو یو موټر هم تخریب شوي دي.
افغان ګډو ځواکونو له څو ورځو راهسې د مرکز ترینکوټ د ځینو سیمو په ګډون چورې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي چې طالبان یې مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply