د چهارشنبې ورځې برید حقاني شبکې لخوا پلان شوې وه.

comments 0

هندوکش – کابل : پلازمینه (کابل) کې د تیرې ورځې وحشیانه برید حقاني شبکې لخوا په پاکستان کې پلان شوې وه.
د ملي امنیت شورا نه په خپور شوې خبر پاڼې کې راغلي چې ننۍ برید د پاکستان د استخباراتو د مخامخ لارښونې لاندې پلان شوې دې.
د ملې امنیت شورا وایي د پيښې له سیمې د لاسته راغلو شواهدو پر اساس دا برید د حقاني شبکې لخوا د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی په همکارۍ پلان شوې دی.
اعلاميې کې راغلي چې کوم کسان چې د روژې مبارکې په میاشت کې د خپلو پاکستاني بادارانو لخوا ترهګري اعمال ترسره کوي هیڅکله خپلو شومو اهدافو ته رسیداې نشي.
حقاني شبکه یو له هغو ترهګرو ډلو څخه ده چې ایران، هندوستان او افغانستان کې د آی اس آی په اشارې تخریبي اعمال ترسره کوي.
سپوژمي پوپل زې

Comments

Leave a Reply