د چهارشنبې برید، د جمعې لاریون او په جنازه کې چاودنه؛ د یوې دسیسې درې کړۍ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې یو شمېر غړي او کتونکي وايي، چې په کابل کې د تېرې چهارشنبې ورځې خونړی برید، د جمعې ورځې تاوتریخجن لاریون او پرون پر جنازه برید ټول یوه بهرنۍ دسیسه ده، چې هڅه کوي افغانان سره بېل او قومي شخړو ته لمن ووهي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه د افغان جګړې طراحان او نندارچیان دي؛ افغان ولس او سیاستوال باید په خپله د ملي یووالي د زیانمنېدو خطرناکه دسیسه شنډه کړي.
په کابل کې د تېرې چهارشنبې ورځې تر خونړي برید وروسته تېره جمعه یو شمېر کسانو ، د لاریون په نوم د ارګ دروازې ته د دننه کېدو هڅه کوله چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې کېوتل.
دغه لاریون چې تر ډېره یې قومي بڼه ځانته واغیسته، هېوادوال له دې امله اندېښمن کړي چې د افغانانو ترمنځ په لوی لاس د نفاق اور ته لمن وهل کېږي.
پرون بیا ددغه لاریون د یوه وژل شوي د جنازې په مراسمو کې برید وشو، چې ګڼ کسان یې وژړل. سیاسي شنونکي وايي چې دا ټول د یوې پردۍ دسیسې بېلابېلۍ کړۍ دي چې یو هدف تعقیبوي. د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکتر فیض محمد ځلاند وايي: «د کابل تر خونړي برید وروسته چې د بهرنیو کړیو په مستقیمه اشاره ترسره شو، اراده دا وه چې خلک منسجم شي او له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کېدو تر څنګ ځینې نورې غوښتنې هم مطرح کړي.»هغه وویل، کله چې بهرني عناصر پوه شول چې د کابل برید د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی، خپلو افغاني مامورینو ته یې د داسې لاریون طرح ورکړه، چې مدني حرکتونه هم پرې بدنام او خپل هغه پلان هم عملي کړي او په افغانستان کې قومي تاوتریخوالي ته لمن وهل پیل کړي.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي بیا پر خپل فیسبوک ویلي، چې د چهارشنبې برید او د جمعې ورځې لاریون له یوه ادرسه تنظیم شوې دسیسې دي.
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي وايي، د بهرنیو استخباراتو یو شمېر اجنټان د خلکو له احساساتو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي. نوموړي وویل، ده خپله هم غوښتل چې د جمعې ورځې په لاریون کې برخه واخلي؛ خو کله چې یې حالت ولید نو ورته معلومه شوه چې ځینې سیاسي کړۍ د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي او قومي مسایلو ته لمن وهي، نو ځکه خلکو ته په کار ده چې پر قومي ټیکه دارانو نور باور ونه کړي.
مجیدي زیاته کړه: ((په لاریون کې وسلې او تاوتریخوالی څه کوي؟ ما فکر کاوه خلک به د پاکستان مخې ته لاریون وکړي، خو دوی راغلل په ارګ یې برید پيل کړ، نو بیا له داعش او طالب سره ددې خلکو توپیر څه دی؟)) د ولسي جرګې بل غړی عبدالجبار قهرمان وايي، «امریکا، روسیې او ګڼو نورو هېوادونو خپله جګړه افغانستان ته راوړې او یوازې نندراه یې کوي، نو ځکه یې باید پر وړاندې افغان ولس ودریږي او حل لاره ورته پیدا کړي.
قهرمان د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، «ولسي جرګه باید له یادو هېوادنو سره د روانې جګړې د برخلیک او موخو په اړه ډانګ پېیلې خبرې وکړي او حکومتي مشران د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره سپینې خبري نه شي کولی».
. مدني فعالان بیا ټینګار کوي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان وګړو تر منځ د رامنځته شوي نسبي یووالي د ساتلو لپاره باید خلک او سیاستوال په ګډه ګامونه واخلي.
کابل کې مېشت مدني فعال روح الله زهیر وايي، د افغانستان لپاره اوس تر داعش او طالب وروسته خطرناکه دسیسه قومي مسايلو ته لمن وهلي، چې تر شا يي امریکايي، ایراني او پاکستاني لاسونه دي.
نوموړي مسیر وویل، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دغې دسیسې زور اخیستی او یو شمېر سیاستوال په اګاهانه یا نا اګاهانه ډول قومي تاوتریخوالي ته لمن وهي او ملي یووالي ته زیان رسوي؛ خو که حکومت او ولس یې په ګډه مخه ونه نیسي نو عواقب یې خورا خطرناک ښکاري. سیاسي شنونکي وايي چې که دغو بریدونو او وحشتونو ته هوښیارانه، له ځیرکتیا ډک او واحد غبرګون ونه ښودل شي، دښمن به داسې نور کارونه هم وکړي او خلک به سره وویشي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply