د چرګ کباب

comments 0

د چرګ کباب پخولو لپاره اړين مواد:
1. هګۍ څلور دانې.
2. د نخودو اوړه درې د خوړو کاچوغي.
3. مالګه او تور مرچ د ضرورت په اندازه.
4. سوډا يوه د چايو کاچوغه.
5. د چرګ ايشولي غوښي يو کېلو.
6. غوړي د سره کېدو لپاره
د پخېدو ترتيب:
لومړى هګۍ ماتي کړئ، سره ويې وهئ. بيا د نخودو اوړه، مالګه، تور مرچ او کورکمن ور واچوئ او ښه يې سره ګد کړئ. بيا د چرګ غوښي په دغه مساله کي ووهئ، او په غوړو کي يې سره کړئ او د کاهو او د بادرنګو د الغو سره يې واوډئ.

Comments

Leave a Reply