د چارصدې ولسوال شهید شو

comments 0

هندوکش – غور: راپورونه وایي، د غور د چارصدې ولسوال په یوه چاودنه کې شهید شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي چې د چهارصدې ولسوال محمد ابراهیم د سړک غاړې ماین چاودنه کې نن سهار شهید شوی.
ابراهیم هغه مهال د سړک غاړې ماین چاودنې ووهه چې له کور څخه د دندې پر لور روان و.
تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو په اړه یې ضد و نقیض راپورونه شته.
ځینې راپورونه وایي چې طالبانو به شهید کړی وي، خو ځینې نور بیا وایي چې دا به د مافیا ډلې او نامسووله وسله والو عمل وي.
امیر حسین سلجوقي

Comments