د چابهار په تړاو درې اړخیزه غونډه شوې

comments 0

هندوکش – افغانستان: افغان، هندي او ایراني پلاوي په چابهار بندر کې درې اړخیزه غونډه وکړه.
د دې غونډې موخه هغه تړون ته د عمل جامه اغوستل و چې په ۲۰۱۶ کې د دغو درې هیوادونو د مشرانو ترمنځ شوی و.
چابهار یو له هغو بندرونو دی چې امریکا پرې پر ایران د تعرفو لګولو په ترڅ کې بندیزونه لګولي دي.
غونډه کې بحث شوی چې څنګه کولای شي دا بندر له بندیزونو ازاد او د نړیوال ټرانزیټ په توګه وپیژندل شي.
درې واړو هیوادونو چابهار یو مهم بندر وباله چې د افغانستان او سیمې هیوادونو د ښو اړیکو د لا پراختیا لامل کیدای شي.
افغان حکومت چابهار بندر ته تر ټولو زیاته خوشبیني ښودلې چې سوداګرۍ برخه کې د پاکستان له ناز او نخرو خلاصېږي.
غونډه کې ژمنه شوې چې راتلونکې درې اړخیزه ناسته به په ۲۰۱۹ کال په کې په هند کې وشي.
محمد حنیف بیدار

Comments