د چابهار په بندر د کابل ـ ډهلي سوداګري پراخیږي

comments 0

هندوکش – هندوستان: کابل کې د هند سفارت تمه لري چې د چابهار بندر له پرانیستو سره به اوس د کابل او ډهلي ترمنځ سوداګري پراخه شي.
کابل کې د هند سفارت شارژ دافیر آلک جها وایي، د افغانستان او ډهلي ترمنځ د غنمو د لیږد لومړنۍ تجربه وه چې بریالۍ وه او له دې وروسته به دواړه خواوې په اسانه او ارزانه لار سوداګري پراخه کړي.
له دې سره د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي خبر ورکړ چې هند ته د افغان میوو صادرات ۵۴ سلنه لوړ شوي او که د چابهار بندر له لارې سوداګري پيل شي، دا ګراف به نور هم لوړ شي.
چابهار بندر څو برخې لري چې په لومړۍ برخه د هند دولت شاوخوا یونیم سل میلیونه ډالر پانګونه کړې، خو د سوداګریزو بندرونو په نړیوال معیار برابرول یې شاوخوا ۸ میلیونه ډالر لګښت غواړي.
وحید امان

Comments

Leave a Reply