د چابهار بندرې درې اړخیزه ناسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله دې مطلب ته په اشارې وویل، ایران او هند دې چابهار بندر کې خپلې کړې ژمنې ژر عملي کړي.
کابل کې د هند او ایران سفیرانو هم د چابهار بندر د تړون په عملي کېدو ټینګار کړی دی.
کابل کې د هند سفیر ویلي چې دوی تیار دي د دې بندر له لارې افغانستان سره سوداګري پيل کړي او د دې کار لپاره یې د زیاتو سوداګرو بلنې منلي دي.
ایران سفارت هم ژمنه کړې چې د چابهار بندر کې به د درې واړو هېوادونو د سوداګرو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
له دې سره اجرایه رییس عبدالله عبدالله د چابهار بندر د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره اسانه او ارزانه لار یاده کړې او په دې برخه کې یې ګډو هېوادونو همکاري اړینه یاده کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments