د پېښور کاروان کابل ته ورسید

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې هغه کاروان چې څو ورځې وړاندې یې له پېښوره حرکت کړی و، تر کابله ورسېد.
له خیبر پښتونخوا د پيل شوي کاروان اساسي غوښتنه سوله ده او هڅه کوي له حکومت سره په نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
دغې کاروان کې هغه افغان ځوانان ګډون لري چې اوس هم په خیبر پښتونخوا او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند لري.
دا ځوانان باور لري چې که په هېواد کې سوله راشي خپل وطن ته به ستانه شي او نور به د بل هېواد له پيغورونو او ستونزو خلاص وي.
دې ځوانانو خبرداری ورکړی چې تر هغې به خپل مبارزه جاري وساتي، تر څو چې سوله نه وي راغلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments