د پېښور لاریون ته زرګونه کسان راغلي

comments 0

1 Views

هندوکش: د کوزې پښتونخوا لاریون ته د شمالي وزیرستان قافله نه ده پرېښودل شوې.

راپورونه وايي، پاکستاني پوځیانو د شمالي وزیرستان توده چېنه سیمه کې د هغو زرګونو کسانو مخه نیولې چې غوښتل یې د پېښور په ننني لاریون کې ګډون وکړي.

د پښتون ازادۍ او حق غوښتنې غږ هم له وزیرستان پورته شوی چې اوس یې سلګونه زره پښتانه ملاتړ ته راوتي دي.

هلته پېښور کې بیا سلګونه زره کسان د پنجاب پر ضد تاریخي لاریون ته راټول شوي دي.

په ټولنیزو شبکو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې سلګونو کسانو دغه لاریون کې د خپلو خپلوانو عکسونه چې وژل شوي او یا هم تري تم دي پورته کړي.

په پام کې ده چې نن به د منظور پښتین په ګډون یو شمیر پښتانه مشران دغې لویې غونډې ته وینا وکړي.

Share this page to Telegram

Comments