د پیسو قاچاق په تور د کندهار د هوایي ډګر قوماندان ونیول شو

comments 0

هندوکش – کندهار: رسنیو ته یوې سرچینې ویلې چې د کندهار هوایي ډګر قوماندان بهر ته د پیسو لیږد په تور نیول شوې دې.
یادې سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط ویلي چې د هوایی ډګر قوماندان ماما عبید الله غوښتل لس میلیونه ډالره دغه هوایې دګر نه دوبۍ ته ولیږدوي چې امنیتي منسوبینو لخوا نیول شوې دې.
د سرچینې په وینا ماما عبید الله یو بکس ډوبۍ ته استولی و او د دوهم بکس چې پنځه نیم میلیون ډالر پکې و، د لېږدولو پرمهال نیول شوی دی
په دې اړه پلازمینه کابل کې رسنیو ته چار څه نه دي ویلي خو د کندهار هوایې ډګر د قوماندان سکرتر د خبر پخلې کوي او وایي چې ماما عبید الله د کندهار هوایی دګر قوماندان د پیسو قاچاق په تور نیور شوې دې.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply