د پیتزا د پخولو لارښود:

comments 0

د اړتيا وړ توکي:
1. دونیم ګیلاسه اوړه.
2. یو ګیلاس تودې شیدې.
3. نیم ګیلاس غوړي.
4. یوپاکټ خمیره.
5. درمیانو معجون.
6. د دوو رومیانو اوبه.
7. شنه خواږه مرچ.
8. غوڅ شوی پنیر.
9. تور میده زیتون.
10. لږ مالګه.
11. مساله.
12. تور مرچ .
دبیتزا د جوړلو طریقه:
لومړي اوړه، خمیره اوغوړي به سره ګډ کړئ بیا به يې په ټوکره پټ کړﺉ چې اوړه خمیره شي.
په یو دیګ کې به لږ غوړي واچوئ او درومیانو (سره بانجڼو) اوبه، درومیانو معجون، مساله، مالګه او تور مرچ به ورواچوئ، څو واره یې ولړﺉ بیا شنه مرچک ورواچوئ، اوس يې یوه دقیقه ولړئ وروسته یې د اور څخه راکښته کړئ چی ساړه شي.
اوس نو د داش قالب غوړ کړئ او اوړه تر خمیریدو وروسته پکښې اوار کړئ
بیا پر اوړو باندې درومیانو معجون او هغه مواد چی تاسو جوړ کړی وو اوار کړی وروسته به زیتون او پنیر هم پر ووډی او قالب به په داش کی کښیږدی چی پوخ شي.
ټوټې ټوټې به یې کړئ او نوش جان یې کړئ.

Comments

Leave a Reply