د پکتیکا ولایت اوسیدونکي تلپاتې سوله او اوربند غواړي

comments 0

هندوکش ــ پکتېکا: په پکتیکا ولایت کې مدني فعالانو،ځوانانو او یاد ولایت اوسیدونکو دیوه سولییز لاریون په ترڅ کې دتل پاتې سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.
لاریونوالو په ګډه سره دبې ګناه انسانانو په وژنه او دهېواد په ویجاړۍ خواشیني څرګندولو سربیره دتاوتریخوالي دکمښت هرکلي کړی دی.
لاریونوالو دجګړې له ښکیلو طرفونو څخه غوښتي دي ،چې سولې ته لومړیتوب ورکړي،ترڅو په هېواد کې یوه تل پاتې او دایمي سوله منځته راشي.
عمران احمدزی

Comments