د پکتیکا وازیخوا ولسوالي له طالبانو پاکه او د سرتیري ورځ پکې ونمانځل شوه

comments 0

هندوکش ـ پکتیکا: د پکتیکا ولایت په وازيخوا ولسوالي کې په لومړي ځل د افغان امنیتي سرتېرو ملي ورځ ولمانځل شوه.
د یاد ولایت امنیه قوماندان لطف الله کامران وویل، چې یاده ولسوالي یې تازه د طالبانو له هر ډول شتون او فعالیتونو څخه پاکه کړې او دا لومړی ځل دی، چې په دې ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو ورځ نمانځل کیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د وازیخوا اوسېدونکي خوښ دي، چې د خپلو ځواکونو د سرښندنو قدر دانی په ډاډمنه فضا کې کوي.
قوماندان کامران همدا راز وویل، چې د سیمې اوسېدونکو له امنیتي ځواکونو څخه د هر راز ملاتړ ډاډ څرګند کړ او له دوی سره یې د سیمې د امنیت په موخه د اوږه پر اوږه درېدو ژمنه وکړه.
عمران احمدزی

Comments