د پکتیکا ـ غزني لار امن کیږي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې د اعتراض کوونکو غوښتنې منل کیږي او د پکتیکا ـ غزني لار به امن شي.
د پکتیا او غزني والیان، او د ۲۰۳ تندر قول اردو او د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندانان پکتیکا ته تللٍي و او دغه ژمني يې اعتراض کوونکو سره وکړې.
د پکتیکا ـ غزني پر لویه لاره به د پوستو تعداد زیات شي او ممکن امنیت یې ځایي خلکو ته وسپارل شي.
د دې لارې د ناامنیو له کبله موټر چلوونکو او ځايي خلکو په مرکز ښرنه کې د اعتراض خیمې لګولې وې او خبرداری یې ورکړی و چې تر هغې به اعتراضونه دوام پیدا کړي چې دا لار امن نه شي.
د پکتیکا والي الیاس وحدت له معترضینو سره ژمنه کړې چې د دې لارې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د خلکو په ستونزه یې ولسمشر هم خبر کړی دی.
عمران احمدزی

Comments