د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ افغان او بهرني وسلوال وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ پکتیکا: په پکتیکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو دویمې لیوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن ایوب میرویس رسنیو ته وویل، چې تېره ورځ غرمه ۱۲ بجې وسلوالو د برمل ولسوالۍ سپیرې سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی و او جګړې تر څلور بجو دوام درلود.
میرویس وايي، چې په ځوابي ډزو کې د یو سرګروپ محب په ګډون شپږ افغان او بهرني وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
میرویس زیاتوي، چې د جګړې پر مهال له وسلوال طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عمران احمدزی

Comments