د پکتیا په ګردېز کې برید؛ طالبانو یي مسؤلیت منلی

comments 0

هندوکش ـــ پکتیا: د پکتیا په مرکز ګردېز کې چارواکي وايي، د سې شنبې په سهار دغه ولایت کې د عامه ملکیتونو او زېربنايي پروژو د ساتنې ځواکونو پر کنډک موټربم او بیا وسلوال برید وشو.
د پکتیا والي حلیم فدايي د دې برید تاییدولو سره وايي، سهار ځايي وخت پنځه نیمې بجې وسلوالو د دې ځواکونو پر کنډک موټربم برید وکړ او بیا ځانمرګي ودانۍ ته ننوتل:
“دوه ځانمرګي زموږ د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول او د عامه ملکیتونو د ساتنې یو پولیس او څلور ملکي کسان شهیدان او پنځه برسېرن ټپیان دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوی دي.”
نوموړی وايي، برید یې کنټرول کړی او حالت نورمال دی.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا برید یې د عملیاتي قطعې په مرکز کړی او لسګونه ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:
تيره سی شنبه( د اګسټ ۲۵) هم وسلوالو طالبانو د افغانستان شمال ته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو پر مرکز موټرم بم برید وکړ.
د تېرې مۍ پر څوارلسمه هم وسلوالو طالبانو په ګردېز کې د افغان پوځ پر تاسیساتو موټربم برید کړی و او د چارواکو په خبره دې برید کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه سرتېري او ۱۵ ملکیان ټپي شوي وو.
عمران احمدزی

Comments