د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـــ خوست: د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې د ډېسېمبر په ۲۹مه، له غرمې مخکې په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او د هغوی درې موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.
د پکتیا د ولایت مقام د رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد برید د زرمت ولسوالۍ د ببکر په سیمه کې ترسره شوی دی.
د تندر قول اردو رسنیز دفتر هم د دې هوايي برید پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دا برید نن له غرمې مخکې په یوولسو بجو وشو.
عمران احمدزی

Comments