د پکتیا ـ کابل لار تړل شوې وه

comments 0

هندوکش – لوګر: په لوګر کې خلکو د یو ساعت لپاره د کابل پکتیا لویه لار تړلې وه.
اعتراض کوونکو نیوکه کوله چې تېره شپه افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړي وژلي دي.
دوی د وژل شوو جسدونه هم سړک ته راوېستلي او عاملینو ته یي د سزا غوښتنه کوله.
د لوګر پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي،دخلکو د ادعا په اړه څېړنه کوي.
د احمدزي په خبره تېره شپه افغان ځواکونو د مرکز اړوند بابوس سیمه کې عملیات کړي چې پنځلس طالبان یي وژلي دي.
طالبانو په دې اړه خپل نظر له رسنیو سره نه دی شریک کړی
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments