د پکتیا د مچغلو بند د جوړولو تړون لاسلیک شو

comments 0

هندوکش – کابل: تیره ورځ د مچلغو بند د جوړولو د تړون د لاسلیک پر مهال اجرائیه رئیس وویل چې د دغه بند جوړول د پکتیا د خلکو اساسي غوښتنه وه او دا د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند مثبت اغېز درلودلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مچلغو بند د جوړولو کار څو کاله وړاندې پیل شوی و، خو د اوبو او برېښنا د وزیر په خبره، د تړون کوونکو شرکتونو ترمنځ د اختلافونو له امله‌یې چارې په ۱۳۹۳ کال کې ودرول شوې.
اوسمهال یاد تړون له روسي کمپنې پروجکت ډیزاین ایجنسی سره شوې چې ، د بند پر جوړلو ۲۲،۹ ډالره لګښت راځي او په جوړېدو به‌یې ۲۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۴۰۴ کېلو واټه برېښنا هم تولید شي.
د پکتیا والي شمیم کټوازی د حکومت هرکلی ترڅنګ وویل، له تاسو مننه کوم چې خپله کړې ژمنه مو عملي کړه. زموږ وړاندیز شرکت ته دا دی چې دغه بند په اساسي توګه ورغوي.
هغه غوښته چې له کلونو راهیسې د پکتیا خلکو لرله، اوس پوره شوه.”
د یادونې وړ ده چې د ملي یووالي حکومت پیل سره سم ډیرې نیمګړي کارونه پیل شوي او نوي بنیادي کارونه هم ترسره شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply