د پکتیا د لومړي حوزې آمر نا معلومو وسله والو لخوا ووژل شو

comments 0

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې د افغان امنیتي ځواکونو یو تکړه او پر وطن مین لوړ پورې چارواکې نن سهار نا معلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شوې.
د پکتیا ولایت امنیه قوماندانې پیښه تاییدوي او وایي چې، نامعلومو وسله والو نن سهار شاوخوا پنځه بجې مرکز ګردیز ښار په چوڼۍ سیمه کې د لومړۍ حوزې آمر عبدالقادر په داسي حال کې چې په ګزمه بوخت وو په ډزو وژلی دی.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم په وینا په دې برید یو سرتېری هم ټپي شوی دی.
د برید مسؤلیت تر اوسه کومې دولت ضد وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
عمران احمدزې

Comments