د پکتیا دوه ولسوالیو کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیا: راپورونه وایي، پکتیا کې ۹۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ۲۰۳ تندر قول اردو درستیزوال جنرال روح الله خلیل اوغلي وایي چې تیره شپه افغان ځواکونو د مرکز ګردیز چوڼۍ او زرمت ولسوالۍ یو شمیر سیمو کې عملیات کړي چې پایله کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان.
د اتو وسله والو جسدونه امنیتي ځواکونو ۲۰۳ تندر قول اردو کې خبریالانو ته وښودل.
روح الله خلیل اوغلو همدا راز وایي چې دغه عملیاتو کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments