د پکتیا خلکو د امنیت ډاډ څرګند کړی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا یو شمېر اوسیدونکي وایي، په ټولو ولسوالیو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې زمینه برابره ده او خلک د دغه بهیر پیل ته شیبې شماري .
هلته خلک په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره لیواله دي او پریکړه یې کړې رای به کاروي او د خپلې خوښې نوماند به بریالی کوي.
پکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي ، د ډیری ولسوالیو قومي مشرانو ډاډ ورکړی چې د ټاکنو لپاره به د نوم لیکنې بهیر کې د پراخ ګډون تر څنګ د خپلو سیمو او مرکزونو امنیت ساتلو کې مرسته کوي .
پکتیا امنیه قومانداني زرمت او سیدکرم ولسوالیو امنیتي ننګونې مني خو ډاډ ورکوي چې د نوم لیکنې بهیر له پیل وړاندې به په کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي .
عمران احمدزۍ

Comments