د پکتیا اوسیدونکي: له خلکو سره د افغان ځواکونو چلند له پخوا ډېر ښه شوی

comments 0

د پکتیا ولایت اوسیدونکي، وايي چې افغان ځو اکونه له پخوا څخه مسلکي شوي او په دندو کې له خلکو سره په چلند کې د پام وړ تغیرات راغلي دي.
د یاد ولایت اوسیدونکي زیاتوي، افغان ځواکونه په ډيرو ستونزمنو شرایطو کې له دې وطن څخه دفاع کوي، نو لازمه ده، چې ټول هېوادوال په کلکه د افغان ځواکونو ترشا ودریږي.
په ورته وخت کې د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې د پام وړ نور تغیرات راولي.
عمران احمدزی

Comments