د پکتیا اوسیدونکي: طالبان دې د جګړې پر ځای سوله او اوربند وکړي

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا مرکز ګردېز کې د دې ولایت لسګونه اوسیدونکو په هېواد په ځانګړي ډول په پکتیا کې د وروستیو ناامنیو او جنګونو د زیاتیدو په غبرګون کې لاریون وکړ او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د جنګ پر ځای په خبرو حل کړئ.
دا لاریون وروسته له هغې کیږي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي چې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې لاریون یوه تنظیم کوونکي سیدجمال الدین اصف خېل وايي، چې په پکتیا کې روانې جګړې ګڼې کورنۍ بې ځایه کړې، په څو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې طالبانو بندې کړي او ګڼ شمېر خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د پکتیا زرمت ولسوالۍ چې د دې ولایت یوه له ګڼ نفوسه ولسوالیو شمېرل کېږي، د وسلوالو طالبانو له لوري یې، په لویو لارو کې بمونه ځای پر ځای شوي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي چې هر ورځ د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنه کوي چې د کورنۍ درې یا څلور غړي وي پکې شهید کیږي.
لاریونوال په داسې حال کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي چې په ټول هېواد کې طالبانو جګړه تېزه کړې ده.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په یو شمېر لویو لارو کې ماینونه د نظامي کتارونو د مخنیوي په هدف ځای پرځای کړي دي، خو د سیمې خلک بیا وايي چې د وسلوالو طالبانو د یاد ماینو د ملکي وګړو پر موټرو چاودنه کوي چې مرګ ژوبله هم دوی ته اوړي.
عمران احمدزی

Comments