د پکتيا مشران: طالبان نور په پکتيا کې ځای نلري

comments 0

هندوکش ـ ګرديز: د پکتيا مخورو په مرکز ګرديز کې د يوې سترې ناستې په لړ کې وويل چې نور به په خپلو سیمو کې طالبانو ته د شتون يا ترهګریزو کړنو اجازه ورنکړي.

دوی پر وسله والو غږ وکړ چې د ایران، پاکستان او روسيي وسله دې نوره پر ځمکه کيږدي او د سولې له پروسې سره دې یو ځای شي.

دوی له مرکزي حکومت څخه هم وغوښتل چې د سولې د پروسې پر ضد څيرو پر وړاندې باید جدي اقدام وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې ځينې په جګړه کې خپلې ګټې ولټوي.

مشران وايي:« طالبانو ته مو خواستونه روښانه دي دا چې دوی زموږ خواستونه هر ډول تعبیر کوي که د ولس پر ضد ودریدل ولس به يي له خپلو سیمو او کلیو وشړي او دوی دې په عزتمندانه ډول د سولې له پروسې سره يو ځای شي.»

دوی وايي:« نور دلته د پرديو په خاطر نه افغان وژنه منلی شو، نه دا منلی شو چې ایران، پاکستان او روسیه دې د طالبانو په لاس زموږ په خاوره کې خپلې شومې موخې ولټوي بلکه برعکس غواړو چې د نورو لاسپوڅي طالبان په دې پوی کړو چې راشئ باعزته ژوند وکړئ او د سياسي مبارزې په کولو سره خپلې موخې وڅارئ.»

د پکتيا مخور وايي چې د ټولو ستونزو وروستۍ حل لاره خبرې او سوله ده دا چې طالبان تر اوسه پر دې خبرو غلي دي اوهره ورځ افغانان وژني د هرې ورځې په تيریدو سره يي پر وړاندې ولسي کرکه ډيريږي او دوی دې په دې سرونه خلاص کړي چې يوه ورځ به د دوی پر ضد د ولس را پورته کيدل دې ډلې ته خطرناکې پايلې ولري.

له طالبانو ولسي کرکه په داسې حال کې ډيره شوې چې همدا اوس په نيږدې لسو ولايتونو کې قومي مشرانو، ځوانانو، روڼ اندو، پيغلو او مدني فعالانو د پرلت خیمې درولي دي او هره ورځ پر طالب غږ کيږي چې سوله دې وکړي.

Comments