د پکتيا بريد په کوټه کې پلان شوی وو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګرديز: يوې امنيتي باوري سرچينې چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي هندوکش خبري سرچينې ته ويلي دي چې د پکتيا پر امنيه قومندانۍ پرونی خونړی بريد په کوټه کې پلان شوی وو.

دې سرچينې وويل:« د پکتيا بريد د کندهار د والي پر ميلمستون د بريد په څير د کوټې د بغرارود د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې پلان شوی وو او ټول بريدګر هم په ياده مدرسه کې روزل شوي وو.»

دې سرچينې زیاته کړه:« په کابل کې د سروبي ولسوالۍ په اړونده سیمه کې نیول شوي ترهګر اوس اوس په پلټنو کې نه یوازې د بريد موخې په ډاګه کړي بلکه په ښکاره يي ويلي دي چې تر جلب او جذب وروسته يي د ښونې او روزنې ټول مراحل د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې ترسره کړي دي.»

د سرچينې په خبره په پکتيا کې پر امنيه قومندانۍ د شوي بريد په تړاو څيړنې روانې دي او مستند اسناد تيار شوي دي چې ډير ژر به يي ځينې نورې برخې او انکشافي برخه  له رسنیو سره شريکې شي.

ياده دې وي چې په پکتيا کې په پروني خونړي بريد کې تر دیرشو ډير کسان چې ملکي وګړي پکې اکثريت دي شهيدان شوي دي او نيږدې ۱۱۰ تنه چې تر اتيا سلنه ډير يي ملکي وګړي دي پکې ټپيان شوي دي.

ددې بريد له امله ملکي وګړو ته په ميلیونونو افغانۍ مالي زیان هم اوښتی دی.

په پکتيا کې د سيمې خلک وايي چې په بريد کې يوازې امنیه قومندانۍ نه بلکه په سیمه کې څو مساجد، د محصلینو لیليه او د ملکي وګړو په لسګونو کورونه هم ويجاړ شوي دي.

ياده دې وي چې د تیرې ورځې د وحشت مسولیت بیا هم طالبانو په غاړه واخیست.

باید وويل شي چې د مولوي احمدکندهاري مدرسه چې د چمن په بغرارود کې د پاکستان د يوې پوځي چوڼۍ په څو سوه متري کې پرته ده تنکي ځوانان تر جلب او جذب وروسته د پوځي زده کړو په خاطر د پاکستان پوځ  او آی اس آی ته سپاري او چې د روزنې مراحل يي بشپړ شي د هر ځانمرګي او بريدګر په بدل کې دې مدرسې ته پاکستان دوه ميليونه پاکستانۍ کلدارې ورکوي او بیا آی اس آی دا روزل شوي بريدګر د حقاني شبکې پر مټ په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره کاروي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ ګرديز

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply