هندوکش ـ ګرديز: نن په پکتيا کې سلګونو مخورو، ځوانانو، روڼ اندو او قلموالو د اسد ۲۳ چې د اګسټ له ۱۴ نيټې سره سمون خوری د افراطيت او تروریزم د زیږون ورځ وبلله.
دوی په خپلو شعارونو کې دا ورځ توره ياده کړه او ويي ويل چې دوی د پاکستان په نوم جعلي نوم نه مني.
دې مشرانو د ناستې په لړ کې وويل چې له چترال تر مارګلې پورې ټوله خاوره د افغانستان برخه ده او هلته د پنجاب تر يوغ لاندې پراته ولسونه هم افغانان دي.
مشرانو په قبایلي سيمو کې روان عملیات د پښتون ولس نسل وژنه وبلله او ويي ويل چې نور به د پنجاب ظلمونه ونه مني.
دا لاریون چې سهار نهه بجې پيل شوی وو غرمه مهال پای ته ورسيد.
په لاریون کې پاکستان د ترهګرو تولیدونکی وبلل شو او لاریون کونکو يي بیرغ ته هم اورته وکړ.
دا لاریونونه په داسې حال کې کيږي چې په وروستیو کې د پاکستان وحشتونه او له طالب او داعش ترهګرو ملاتړ ډير شوی دی.
ياده دې وي چې د پکتيا په جانيخيلو کې د نښتې په لړ کې يو شمېر پاکستانۍ مليشې وژل شوي وې او يو پنجابی هم ژوندی نيول شوی وو.
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.