د پښتون ژغورنې د ټیم نیول دوام لري

comments 0

هندوکش – پښتونخواه: خیبر پښتونخوا کې تازه پاکستاني پوځيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ مخکښو  غړو په خپلو ټویټر پاڼو لیکلي، ندیم عسکر او حنیف پښتون تیره ورځ په بنو کې نیول شوي دي.

د دغو کسانو د نیول کیدو لامل دا ښودل شوی چې ګنې د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزین دي او د ارمان لوڼي د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې کوله.

ارمان لوڼی یوه میاشت کېږي چې وژل شوی خو تر ننه یې د پاکستان ریاست عریضه نه ده اخیستې.

دادان وزیري

Comments