د پښتون خوځښت اعتراض په مشروط ډول پای ته ورسید

comments 0

هندوکش – پښتونخواه: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو اعتراضیه غونډه پای ته ورسیده.
د غونډې ګډونوال والي له حکومت سره د یو شمیر هوکړو په ترڅ کې یې په دغه ناسته په مشروط ډول پای ته ورسوله.
د دغې پرلت په ملاتړ د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه وشول.
د بلوچستان ولسونو هم د پاکستان پر ضد د دغو لاریونونو د ملاتړ غږ پورته کړ.
په اسلام اباد کې په دغه پرلت کې د نورو سیاسي ګوندونو په شمول د عمران خان تحریک انصاف ګوند هم ګډون کړی و.
د اعتراضیې غونډې مشران وايي که پاکستان حکومت خپلې ژمنې پلې نه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply